د ازموینو ملي ادارې له لوري د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینه په بشپړ شفافیت سره واخیستل شوه.
Published on: **2026-04-02 07:26:45** | Views: 30
د ازموینو ملي ادارې له لوري د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینه په بشپړ شفافیت سره واخیستل شوه.
د یادې ازموینې پرانیسته نن په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو او استادانو په حضور کې ترسره شوه.
د ازموینو ملي ادارې د رهبرۍ شورا غړو په کابل پوهنتون کې د طب سنتي فعالیت جواز او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسترۍ پروګرامونو ازموینې له بهیر څخه نظارت وکړ، ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ازموینې پوښتنې د متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري ترتیب شوي او ټول علمي او مسلکي معیارونه په کې په پام کې نیول شوي دي. اړونده ازموینه نن پنجشنبه د (وري ۱۳ مه) نېټه په کابل پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر په ترڅ کې واخیستل شوه.