د کانکور څلورم پړاو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت درېیمه او وروستۍ ورځ پیل شوه. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور د څلورم پړاو د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر درېیمه او وروستۍ ورځ نن پنجشنبه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په ۲۱مه نېټه، د سهار له ۶ بجو څخه پیل شوه، چې د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به دوام ولري. په دې بهیر کې د کانکور ګډونوالو بایومتریک معلومات د ټاکل شویو اصولو، تخنیکي معیارونو او شفافو پروسو له مخې ثبتېږي، څو د ازموینې د بهیر د شفافیت، دقت او اعتبار کچه نوره هم لوړه شي او د ګډونوالو حقونه په بشپړه توګه خوندي پاتې شي. د یادونې وړ ده، چې د کانکور څلورم پړاو ازموینه به سبا جمعه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۲۲مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي. له همدې امله له ټولو ګډونوالو غوښتنه کېږي، چې په ټاکلي وخت او له اړینو اسنادو سره ازموینې ته حاضر شي. د ازموینو عمومي اداره د کانکور ازموینو د چارو د منظم مدیریت، شفافیت او عدالت د تأمین په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو ټولو ګډونوالو ته د برابرې او سالمې سیالۍ فرصت برابر شي.