د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره شو! د ازموینو عمومي ادارې له لوري د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ (فقه او قانون، اسلامي اقتصاد او بانکوالي، قضاء او شرعي سیاست، مایکروبیولوژي، طبي ټکنالوژي لابراتوار، صنعتي انجنيري، د کانونو استخراج انجنیري او مدیریت، زراعتي اقتصاد او کلیو پراختیا) برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۱۴مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه د کابل پوهنتون په کافه تریا کې پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د پورته ذکر شویو ماسټرۍ برنامو ازموینه به سبا پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال زمري/اسد میاشتې په (۱۵مه) نېټه، کابل پوهنتون کې واخیستل شي.