د هېواد (۱۹) ولايتونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو ايګزيټ، د (۳۱) ولايتونو د علمای کرامو د سويې تثبيت او د نیمروز ولایت عمومي کانکور او اختصاصي کانکور ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ ترسره شوه! د ازموینو عمومي ادارې له لوري د (بادغیس، بدخشان، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، کندز، سمنګان، کونړ، دایکندي، ارزګان، هلمند، کندهار، ننګرهار، لغمان، نیمروز او فراه) ولایتونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو ايګزيټ، د (کابل، کاپیسا، لوګر، کندهار، ارزګان، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، سمنګان، ننګرهار، لغمان، هرات، فراه، بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، تخار، جوزجان، دایکندي، زابل، سرپل، غزني، غور، فاریاب، کندز، کونړ، نورستان او نیمروز) ولايتونو د علمای کرامو د سويې تثبيت(ثانويه او مافوق ثانويه) او د نیمروز ولایت عمومي کانکور او اختصاصي کانکور ازموينې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر، د خبرتیا مطابق، نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۲۲مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود.