د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه!
Published on: **2026-08-04 09:17:55** | Views: 16
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ (تفسیر، ښوونیز مدیریت او رهبري، فقه او ټولنپوهنه) برنامو ازموینه نن سهشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۱۳مه) نېټه، په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر له مخې ترسره شوه.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندوق د ازموینو عمومي ادارې د استازو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مسؤولینو، استادانو او د ازموینې د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه د روڼتیا، باور او شفافیت په فضا کې ترسره شي.
د ازموینو عمومي اداره ژمنه ده، چې د هېواد په کچه ټولې ډلهییزې ازموینې د عدالت، شفافیت او امانتدارۍ پر بنسټ تنظیم او ترسره کړي، ترڅو ټولو ګډونوالو ته د سالمې او برابرې سیالۍ زمینه برابره شي.