د یاد کتاب مخ کتنې غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت عامه کتابتون ریاست له لورې ترسره شوه چې په کې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار دوکتور فاروق اعظم، اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، کورنیو چارو وزارت سلاکار مولوي شاه محمد، عامه کتابتون مسؤولینو او ګڼ شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون درلود. د غونډې په پیل کې مولوي کریم الله مخلص د شیخ صاحب عبدالباقي حقاني د ژوند بېلابېلو پړاوونو، د نوموړي علمي او جهادي هڅو او د اسلامي امارت په لومړۍ او اوسنۍ دوره کې د هغه د ترسره شویو کړنو او قربانیو په تړاو مفصل معلومات ورکړل او د نوموړي د هر اړخیز شخصیت په تړاو یې خبرې وکړې. د کورنیو چارو وزارت سلاکار مولوي شاه محمد د شیخ صیب لیکل شوی کتاب(د اسلام سیاسي او اداري نظام) د اسلامي حکومتولۍ لپاره مهم سند یاد کړ او ویې ویل د افغانستان علماوو په جهادونو کې درنې قربانۍ ورکړې خو په لیکلي ډول د دوی آثار نه دي حفظ شوي او دا لومړی ځل دی چې د اسلامي حکومتولۍ او ادارې په برخه کې دغسې یو ستر او ارزښت لرونکی کتاب د علماوو او راتلونکي نسل لاس ته راغلی. نوموړي وویل د یاد کتاب مسند قرآن کریم، نبوي سنت، د راشده خلفاوو اثار او د نړۍ سترو علماوو اقوال دي او د اسلامي حکمرانانو لپاره یې ټول معیارونه ذکر کړي دي. په غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار دوکتور فاروق اعظم یاد کتاب د مسلمه امت لپاره مهم آثر یاد کړ او ویې ویل دغه اثر د اسلامي فکر او ادارې منظم انځور دی. هغه وویل مسلمانان د اسلامي حکومتولۍ په برخه کې له کمزوریو سره مخ دي او دغه اثر به وکولی شي د نړۍ مسلمانانو لپاره د اسلامي حکومتدارۍ واضحه نقشه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه په کتاب کې د شورا اصل، عدالت اصل، مسؤولیت احساس، د مسلمان حاکم مسؤولیتونه او نور فقهي مسایل د خلفای راشدینو د تاریخي ژوند او اقوالو په رڼا کې په ساده او منطقي ډول تشریح شوي او لوستل یې د وخت غوښتنه ده. نوموړي زیاته کړه کتاب د اسلامي اصولو د تطبیق چارې د معاصرو اسلامي حکومتونو لپاره په ساده ژبه وړاندې کړي او وبه کولی شي د امت لپاره فکري لوری وټاکي. ورپسې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالحکیم شرعي د کتاب داخلي موضوعاتو د ترتیب او همدارنګه بېلابېلو اسلامي ټولنو او هېوادونو له لورې مختلفو ژبو ته د کتاب ژباړې او چاپ په اړه معلومات ورکړل. د ازموینو ملي ادارې مشر او د ”د اسلام سیاسي او اداري نظام“ کتاب لیکوال دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني وویل: د افغانستان علماوو او د مدرسو طالبانو او ولسونو په خپل هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د جهاد ډګر ته مخه کړه نو اړتیا وه چې د اسلامي حکومت او ادارې برخه کې هم یو معیاري نظام رامنځته شي او له بله پلوه له پخوا راهیسې داسې کوم بشپړ او منظم سند هم شتون نه درلود، نو له همدې امله یې د یاد کتاب لیکل اړین وبلل. شیخ صاحب حقاني وویل دا چې په افغانستان کې یو اسلامي حکومت رامنځته شوی او د نورې اسلامي نړۍ لپاره هم نمونه ګرځېدلی، اړتیا ده څو د خیرالقرون له نقشې نه په یادونې سره د اسلامي حکومتولۍ په برخه کې هم علماوو او دنیا ته یو منهج او اسلامي نقشه وړاندې کړو. نوموړي وویل: کتاب د اسلامي تاریخ په بنیاد لیکل شوی او پوره هڅه شوې چې راتلونکی اسلامي امت ترخو او ناکامو تجربو ته متوجې شي او وروستي نسل ته ستونزې پاتې نه شي. شیخ صیب وویل ”د اسلام سیاسي او اداري نظام“ کتاب یې په دیارلس کاله کې لیکلی او ګڼ شمېر مأخذونو څخه یې په کې استفاده کړې ده. ”د اسلام سیاسي او اداري نظام“ کتاب په دوه جلده کې په عربي، پښتو، دري او اردو ژبو لیکل شوی او هڅه روانه ده چې په انګلیسي او ترکي ژبو هم وژباړل شي. دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني په یاد کتاب سربېره ( په اسلام کې د راز ساتنې اهمیت، داسلامي حاکمانو اخلاق او صفات، په اسلام کې د زندانیانو او توقیف شویو تورنو حقوق او احکام، په اسلام کې د استخباراتو نظام) کتابونه هم لیکلي او د چاپ په ګاڼه سمبال دي چې په مختلفو مدرسو او تحصیلي بنسټونو کې ورڅخه د تدریس په توګه ګټه اخیستل کیږي. ١٤٤٧/٣/١٧