د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکورڅلورم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بایومتریک ثبت بهیر ترسره شو.
Published on: **2026-06-09 12:50:11** | Views: 70
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکورڅلورم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بایومتریک ثبت بهیر ترسره شو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکورڅلورم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ نن سهشنبه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۱۹مه) نېټه، چې د سهار له (۶) بجو څخه پیل شوې وه ، د مازديګر تر (۴) بجو پورې يې دوام درلود.
یاده لړۍ چې د ازموینې د شفافیت او منظمې ارزونې په موخه ترسره کېږي په کې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شوو اصولو له مخې ثبتېږي، څو د کانکور ازموینې پروسه لا شفافه، باوري او منظم ترسره شي.
همداراز ټاکل شوې ده، چې د یاد پړاو د دویمې ورځې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه سبا چهارشنبه په کابل پوهنتون کې ترسره شي.