د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینه واخیستل شوه! د مالیې وزارت اړوند د دیارلس بېلابېلو بستونو ازموینه نن چهارشنبه د تلې لومړۍنېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه. د دغې ازموینې د پوښتنو صندوق د ازموینو عمومي ادارې مسؤولینو، ممتحن استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو او د ازموینې له صحنې څخه څار ترسره شو. د يادې ازموينې پايلې به د ازموينې ګډونوالو د ثبت شويو شکايتونو له څېړلو څخه وروسته اعلان شي.