ازموینو ملي ادارې نن د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په ترڅ کې د تېر یو کال فعالیتونو او مهمو لاسته راوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
Published on: **2025-11-23 11:01:25** | Views: 11
په ياد پروګرام کې چې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړ شوی و، د ازموینو ملي ادارې مشرتابه له لورې د ادارې مهمو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې د ازموینو ملي ادارې کړنې د هېواد تعلیمي، تحصیلي او اکاډمیکو برخو لپاره خورا مهمې وبللې او دغه اداره یې د ا.ا.ا په چوکاټ کې د اعتماد جوړونې مهم بنسټ یاد کړ.
شیخ صاحب عبدالباقي حقاني وویل: ((د هېواد پرمختګ د علمي خدمتونو پیاوړتیا پورې اړه لري او دا هغه وخت امکان لري چې ځوانان په علمي ډګر کې د خپلو زحمتونو پایلې ترلاسه کړي.))
ښاغلي حقاني زياته کړه: ((ازموینو ملي اداره د ولس، نظام او ځوانانو تر منځ د اعتماد او باور جوړونې قوي پل دی او د دې ادارې اصلي مسؤوليت مناسبو ځایونو ته د وړ او بااستعداده اشخاصو ورپېژندل دي.))
ازموینو ملي ادارې سرپرست د یادې ادارې د کړنو په ترڅ کې وویل: ازموینو ملي ادارې په تېر يوه کال کې د بېلابېلو امارتي ادارو لپاره (۷۰) سترې او وړې ازموینې اخیستې دي، چې په کې شاوخوا (۲۱۰۹۶۱) تنو ګډون کړی وو.
محترم شيخ صاحب وويل: د یادو ازموینو په تړاو د ټولو مربوطه ادارو رضایت ترلاسه شوی او الحمدلله داسې کومه پېښه په کې نه ده رامنځته شوې، چې له امله یې د مربوطه ادارو، ګډونوالو او ولس له لورې کومه نارضایتي رامنځته شوې وي.
ازموینو ملي ادارې مشر همدارنګه د پوښتنو بانک ته د ځانګړې پاملرنې، ازموینو لپاره د آنلاین فورمو وېش، د ګډونوالو شکایتونو ثبت او بررسۍ، ازموینو پروسو څخه د منظم تفتېش، په هېواد کې د ازموینو ملي ادارې زوني دفترونو رامنځته کيدو او ګډونوالو ته د لازمونو اسانتیاوو برابرولو په تړاو معلومات ورکړل او ویې ویل: د یادو اسانتیاوو له امله سږ کال په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شتون د تېر په نسبت زیات و.
ورپسې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي چارو سلاکار استاد پوهنیار یما امان په تېر یوه کال کې د ازموینو ملي ادارې تخنیکي بدلونونو او تر کار لاندې پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د ازموینو ملي ادارې مهم پرمختګونه یې تشرېح کړل.
نوموړي وویل: د دې لپاره چې د ازموینو ملي ادارې له لورې په بېلابېلو برخو کې وړ کادرونه تثبیت او د اداراتو غوښتنې پر ځای شي، د ډله ییزو ازموینو په سیستم کې یې د تشرېحي او نورو بېلابېلو ډولونو پوښتنو د فارمټونو پر زیاتولو کار پیل کړی دی.
ازموینو ملي ادارې تخنیکي سلاکار وویل: ازموینو ملي اداره د معلوماتي ټکنالوژۍ نه په استفادې او د شایسته سالارۍ اصل په تطبیق سره تل هڅه کوي، چې ځواب ویونکې ووسي او تر اوسه هیڅ داسې پېښه نه ده رامنځته شوې، چې د دې ادارې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
د کنفرانس په پای کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني او د دې ادارې تخنیکي سلاکار استاد پوهنيار يما امان له لورې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
چهارشنبه، ۱۴۰۴ چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه