د ۱۴۰۵ کال کانکور څلورم پړاو د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت دویمه ورځ ترسره شوه.
Published on: **2026-06-10 11:55:26** | Views: 98
د ۱۴۰۵ کال کانکور څلورم پړاو د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت دویمه ورځ ترسره شوه.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال د کانکور څلورم پړاو د ګډونوالو بایومتریک معلوماتو د ثبت دویمه ورځ نن چهارشنبه، د غبرګولي/جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه، په بریالیتوب سره ترسره شوه.
دغه بهیر چې د سهار له ۶ بجو څخه پیل شوی و، د مازدیګر تر ۴ بجو پورې دوام وکړ او په ترڅ کې یې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شوو اصولو له مخې ثبت شول.
د بایومتریک معلوماتو د ثبت موخه د کانکور ازموینې د شفافیت پیاوړتیا، د ګډونوالو د هویت کره تثبیت او د ازموینې د چارو منظم مدیریت دی، ترڅو د ارزونې ټولې پروسې په باوري او عادلانه ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به د کانکور ازموينې څلورم پړاو د ګډونوالو بایومتریک معلوماتو د ثبت درېیمه ورځ سبا پنجشنبه په کابل پوهنتون کې ترسره شي.