د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د سنتي او متبادل طبابت چارو د تنظیم ریاست اړوند د سنتي طب فعالیت جواز ازموینه، نن(پنجشنبه، لړم ۲۱ مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې په خورا منظم او شفاف ډول واخيستل شوه. د يادې ازموينې پرانيستې مراسمو کې د ازموينو عمومي ادارې، عامې روغتيا وزارت او کابل پوهنتون مسؤولينو، ممتحن استادانو او د ازموينې ګډونوالو شتون درلود. دغه راز د يادو مسؤولينو له لوري د ازموينې له صحنو څخه څارنه ترسره شوه او د ازموينې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې دغه ازموينه په شفاف ډول اخيستل کېږي او هغه اشخاص چې د کاميابۍ نومرې ترلاسه کړي، بريالي اعلانېږي.